د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل شمال- لوېدیځ سړک د دویمې لیکې قیر چارې پیل شوې!

14 اسد 1403

12652.jpg (922 × 518)

د کابل ښاروالۍ له لوري د اوولسمې او پنځمې ناحیې اړوند له ذاکرین ښارګوټي څخه تر قرغې سړک پورې د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکي سړک د دویمې لیکې قیرچارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست د سړک جوړونې آمر انجنیر محمد داود ځواب وویل: دا سړک ۷۶۴۵ متره اوږدوالی او په دوه لیکو کې ۳۰ متره سور لري چې، په بنسټیزه توګه د جوړېدو په حال کې دی. نوموړي زیاته کړه: د یاد سړک د لومړۍ لیکې ۳ کیلو متره برخه مخکې قیر شوې ده اوس تر ۴ کیلو مترو پورې قیر کیږي او په همدې توګه د د دویمې لیکې ۴ کیلو متره برخه هم قیرچارو ته چمتو شوې ده چې، تر راتلونکې یوې اونۍ پورې به یې قیرچارې ترسره شي. ورته مهال په ۳ برخو کې د یاد سړک د غره د لمنې د کیندلو او د لښتیو جوړولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي ترڅو قیرچارو ته چمتو شي. د یاد سړک په ډیزاین کې د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او استنادي دېوالونو جوړول، ترافیکي دهلیزونه او کرښې اچول شامل دي چې، چارې به یې د روان کال تر پایه بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.