د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دوولسمې ناحیې د ۲۲م ګذر اړوند د صدراعظم په ښارګوټي کې له تیږو څخه د سړک جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، تر دې مهاله (۸۰) سلنه مخته تللې دي. دغه سړک (۵۶۰) متره اوږدوالی او (۱۱ ) متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون به یې چارې تر راتلونکو (۲۰) کاري ورځو پورې په معیاري توګه بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو ستونزې حل او ګڼ شمېر ترانسپورټي او ټولنیزو آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. له تیږو څخه د سړکونو جوړول له یوې خوا له لوړ مقاومت څخه برخمن دي او بل خوا د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
په صدراعظم ښارګوټي کې له تیږو څخه د سړک جوړولو چارې ۸۰ سلنه مخته تللې دي!
14 اسد 1403