د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره وکتل!

14 اسد 1403

12656.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره په کتنه کې د ښاري پلانونو د پلي کولو په اړه بحث او خبرې وکړې.  نوموړي د پانګوالو او سوداګرو د نظرونو او وړاندیزونو تر اوریدو وروسته وویل: د یوه هېواد اقتصادي وده په ملي او ریښتینو پانګوالو او سوداګرو پورې تړلې ده؛ کابل ښاروالۍ له رښتینو ملي سوداګرو او پانګوالو څخه د ملاتړ په موخه، دوی ته ګڼې آسانتیاوې او فرصتونه رامنځته کړي دي. کابل ښاروال وړاندې وویل: ښاري قوانین په ټولو یو ډول پلي کیږي او هېڅ ډول قانون ماتونې او سرغړونو ته اجازه نه ورکوي؛ له همدې امله د سوداګریزو مارکيټونو په بڼه کې بدلون باید له ښاري نورمونو او معیارونو سره مطابق تر سره شي. نوموړي زیاته کړه چې، مارکیټونه او سوداګریزې ودانۍ باید د ماسټر مطابق جوړې شي او هیله یې څرګنده کړه چې، د مارکیټونو او ودانیو د جوړولو چارې باید د کابل ښاروالۍ د نقشې له مخې ترسره شي. ورته مهال پانګوالو او سوداګرو د کابل ښاروالۍ له ښاري پلانونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او له کابل ښاروالۍ سره یې د هر راز مرستو ژمنه وکړه.