الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوایي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د نوي سړک دجوړولو چارې روانې دي!

14 اسد 1403

12658.jpg (1820 × 1024)

د نهمې ناحیې اړوند د هوایي ډګر  له څلورلارې څخه  د کابل- جلال آباد سړک د ګمرک تر سیمې پورې د (۲۷۹۴) مترو په اوږدوالي او (۶۰) مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. دغه سړک به په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، تم ځایونو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون تر راتلونکو (۱۴) میاشتو پورې جوړ شي. د دې پروژې چارې به په ټاکلي وخت او ښه کیفیت ترسره شي، ځکه د کابل ښاروالۍ مشرتابه پلاوی او تخنیکي ټیمونه پر وخت د پروژې د کار له کیفیت څخه څارنې کوي. د دې سړک په جوړېدو سره به د صحت عامې څلورلارې، د مکروریان سیمې  او  ورڅېرمه سړکونو کې  ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او د کابل ښار معیاري ودې ته به زمینه برابره شي.