د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په څلورمه ناحیه کې ۹۸ جریبه غصب شوې ځمکه بیرته راوګرځول شوه!

14 اسد 1403

12660.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې اړوند د میوو او ترکاري مارکېټ شاته سیمه کې (۹۸) جریبه غصب شوې ځمکه، د ځمکو د غصب دمخنیوي کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ بېرته راوګرځول شوه. د څلورمې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن رباني وویل چې، په یاده سیمه کې له پرلپسې خبرتیاوو وروسته د غاصبانو له لوري جوړ شوي ناقانونه تاسیسات پاک او ویجاړل شول او اوس مهال یاده ځمکه د کابل ښاروالۍ په واک کې ده، چې خپل پراختیايي پلانونه به پکې پلي کړي. نوموړي زیاته کړه، یاده ځمکه کلونه وړاندې د یو شمېر فرصت غوښتونکو او غاصبانو له لوري په بېلابېلو پلمو غصب شوې وه. د ښاغلي رباني په وینا؛ دوی په دې توانیدلي دي چې، په تېر یوه کال کې د یادې ناحیې په کچه (۱۴۳) جریبه غصب شوې ځمکه  بېرته را وګرځوي. کابل ښاروالي ژمنتیا لري چې، د ښار په کچه غصب شوې ځمکې بېرته را وګرځوي او په هغو کې د غاصبانو له لورې جوړ شوي ناقانونه تاسیسات پاک او ویجاړ کړي.