د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د څلورمې ناحیې اړوند د شهرنو پارک څلورو خواوو ته د پلو لارو جوړولو چارې روانې دي. ټاکل شوې ده دغه پلې لارې د ( انترلاک) تیږو څخه په ګټې اخیستنې د (۱۳۰۰) مترو په اوږدوالي د یوې میاشتې په موده کې جوړې شي چې، د ښاري ښکلا رامنځته کېدو سربېره به د ښار په دې مرکزي برخه کې پلو لارویانو ته آسانتیاوې رامنځته شي.
د شهر نو پارک څلورو خواوو ته د پلولارو د جوړولو چارې روانې دي!
15 اسد 1403