الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د بګرامیو منډوي له هټیوالو سره وکتل!

15 اسد 1403

12666.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د شپاړلسمې ناحیې اړوند د بګرامیو منډوي د هټیوالو له استازو سره په کتنه کې د منډوي د ننه سړکونو او لښتیو د جوړولو، تنظیفي خدمتونو او نورو لومړنیو اړتیاوو په اړه بحث او خبرې وکړې. کابل ښاروال په خپلو خبرو کې وویل: د خصوصي سکټور د ودې او پانګې اچونې لپاره غوره پلانونه تر لاس لاندې دي او کابل ښاروالي چمتو ده ترڅو دوی ته آسانتیاوې رامنځته کړي. نوموړي زیاته کړه: کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د خصوصي سکټور په مرسته د بګرامیو په منډوي کې چې، (۱۴۶) جریبه مساحت لري مثبت بدلونونه راولي. دغه راز کابل ښاروال د بګرامیو منډوي له هټیوالو وغوښتل چې، خپل فعالیتونه د ښاري اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې ترسره کړي ترڅو د یادې منډوي نظم وساتل شي او ژمنه یې وکړه چې، په دغه سیمه کې به د کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه،  یاده منډوي د کابل ښار په یوه مهم سوداګریز مرکز بدله کړي.