الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له یو شمیر تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

23 اسد 1403

12726.jpg (1820 × 1024)

د کار د کیفیت او چټکتیا د تضمین په موخه، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې  د سړک جوړونې د لومړۍ برخې، د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک پورې د سړک جوړونې، د برچي -کمپنۍ سړک په اوږدو کې د پله او د پل سرخ او پل سوخته تر منځ د یوه پله په ګډون د سړک  جوړولو له پروژو څخه لیدنه وکړه.  کابل ښاروال وویل: قراردادي شرکتونه مکلف دي چې، د بیت المال د بودیجې د ضایع کیدو د مخنیوي په موخه، د طرحه شوي ډیزاین (تخنیکي سندونو او د قرارداد د مادو) مطابق په ایماندارۍ او صادقانه توګه  خپلې چارې تر سره کړي. دغه راز کابل ښاروال د کابل ښاروالۍ تخنیکي او فني مسئولینو ته  سپارښتنه وکړه چې، د پروژو د پلي کېدو له بېلابېلو پړاوونو څخه څارنه وکړي، ترڅو پروژې په معیاري توګه او په خپل وخت پلې شي. د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروال تل د ښار په بېلابېلو برخو کې د رغنیزو پروژو د کار له بهیر څخه لیدنه کوي ترڅو د پروژو په پلي کېدو کې هیڅ ډول خنډ او ځنډ رامنځته نشي