کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د لومړۍ او دویمې ناحیې اړوند د سینما بهزاد سیمه کې د وچې میوې مارکېټ، په پل خشتي سیمه کې تر ځمکه لاندې سوداګریز مارکېټ، د ورېجو له مارکېټ او په فروشګاه سیمه کې د سوداګریز مارکېټ د جوړولو له چارو لېدنه او څارنه وکړه او ټینګار یې وکړ ترڅو د یادو مارکېټونو چارې په ښه کیفیت سره ترسره شي. نوموړي دغه راز د یادو مارکېټونو د اقتصادې ودې او کاري بوختیاوو په برخه کې هم خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل. دا مارکېټونه د اقتصادي ودې په موخه د خصوصي سکټور ( قراردادي شرکتونو) په مرسته په بنسټیزه توګه د جوړېدو په حال کې دي چې، پکې هټۍ او نورې سوداګریزې آسانتیاوې د کابل ښاروالۍ له نقشې سره سم په پام کې نیول شوې دي. قراردادي شرکتونه به د یادو مارکېټونو به بدل کې د قرارداد له مخې متشبیثینو ته هټۍ په کرایه ورکوي او شرکتونه به بیا ښاروالۍ ته ځانګړې دولتي کرایه ورکوي. د دې مارکېټونو په جوړېدو سره به د کابل ښاروالۍ عواید د تېرو کلونو په پرتله لوړ شي. یاد مارکېټونه د یوې ځانګړې مودې لپاره په کرایه ورکړل شوي دي او د قرارداد تر پوره کېدو وروسته به پرې له سره غور کیږي. د یادونې وړ ده چې، د ورېجو مارکېټ به په ۴۲۰۰ متر مربع ځمکه کې جوړ شي او د ۵ بلاکونو، ۳ پوړونو او یوې تکهوۍ په ګډون به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په همدې توګه په سینما بهزاد سیمه کې د وچې میوې مارکېټ په ۵۲۹۰ متر مربع ځمکه کې د یوې تکهوۍ په ګډون په دوه پوړونو او ۵ بلاکونو، د فروشګاه په سیمه کې سوداګریز مارکېټ په ۱۶۴۳ متر مربع ځمکه کې د دوه تکهویو په لرلو سره په ۹ پوړونو او د پل خشتي او سپاهي ګمنام چوک ترمنځ د زیر زمینۍ په بڼه مارکېټ په۷۲۸۰ متر مربع ځمکه کې د یوه پوړ په درلودلو سره د جوړېدو په حال کې دي چې، چارې به یې په څه کم یو کال کې بشپړې شي
کابل ښاروال د یو شمېر سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو له چارو لېدنه وکړه
25 اسد 1403