د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.02 افغانی
1 یورو 78.11 افغانی
1 درهم 18.98 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 247 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ له لوري د زمري د ۲۴ مې په مناسبت د ښار د ښکلا په بڼه کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی دی

12736.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل ښار مهمې او نوموتې سیمې د کابل د فتحې او بریا د درېیمې کلیزې یا د زمري د ۲۴ مې په مناسبت د بیرغونو په نصبولو، رنګه څراغونو، د برښنايي سکرینونو او د ځانګړو پیغامونو د لوحو په نصبولو سره ښکلی شو. کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له کابل ښار څخه د لیدني پر مهال وویل: له دې ویاړلې ورځې څخه نمانځنه یو ملي او حماسي کار دی او د دې خاورې مجاهد ملت تل پر باطل د حق د بریالیتوب ویاړ لري. کابل ښاروال ژمنه وکړه چې، د ښاریانو د سوکالۍ او هوساینې په موخه عمراني او د ښاري ښکلا پروګرامونه پراخیږي چې، د ښاریانو په مرسته به په ښه توګه عملي شي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل: له دې ورځې څخه نمانځنه په حقیقت کې د هغه اتلانو یادونه ده چې د دوی د وینو نذرانه کولو او سرښندنو په برکت د هېواد آزادۍ، پرمختګ او امنیت ته زمینه برابره شوې او زموږ ملي او اسلامي ارزښتونه ساتل شوي دي. نوموړي وړاندې وویل: کابل ښاروالي د زمري د ۲۴ مې په مناسبت فرهنګي محفلونه، سپورتي نندارې، او نور په زړه پورې پروګرامونه لري چې يو پر بل پسې به ترسره شي. د یادونې وړ ده چې په دې مناسبت د کابل ښار عمده او نوموتي سړکونه او سیمې د ۴ زره څراغونو په نصبولو سره روښانه شول چې ورسره جوخت ښاري ښکلا هم زیاته شوه