د کابل ښاروالۍ له لوري د لومړی ناحیې اړوند د کابل په منډوي (د وریجو پلورلو پخواني منډوي) په سیمه کې د رخت پلورلو یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري په داسې حال کې چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګې اچونې خونې د مدیره پلاوي رئیس محمدیونس مومند، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنعت د ګډې خونې رئیس خان جان الکوزي، د یادو ادارو یو شمېر غړو او د کابل ښاروالۍ یو شمېر رئیسانو یې هم ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په هغه پرانیست غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال وویل: دغه مارکېټ د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو رامنځته کولو په برخه کې له ځانګړي ارزښت څخه برخمن دی، او کابل ښاروالي د خوندي پانګونې په برخه کې له خصوصي سکټور څخه ملاتړ کوي. په ورته وخت کې هر یو محمد یونس مومند او خان جان الکوزي او د غونډې یو شمېر نورو ګډونوالو د دا ډول سوداګریزو ودانیو جوړول، د اقتصادي ودې او پانګونې په موخه، ګټور او ارزښتناک وبلل. یاد مارکېټ په (۴۲۰۰) متر مربع ځمکه کې، د پنځو بلاکونو،۳ پوړونو، یوې تهکوۍ او (۴۷۴) هتیو په درلودلو سره د کابل ښاروالۍ له لوري او د خصوصي سکټور په مرسته، د (۲۲۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۸) میاشتو په موده کې جوړ شو. همدا راز په دې مارکېټ کې د ښاري او لمریزې برښنا، د ننوتلو او وتلو دروازې، د اور وژنې سیستم، جومات، تشنابونه او نورې آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي. قراردادي شرکت به د دې مارکېټ د جوړولو په بدل کې تر (۳) کلونو پورې له متشیثینو او هټیوالو کرایه اخلي او د یاد مارکېټ د هټیو دولتي کرایه به کابل ښاروالۍ ته تحویلوي. کابل ښاروالۍ به (۳) کاله وروسته د یاد مارکېټ د قرارداد په اړه بیاځلي غور کوي. د یادونې وړ ده چې، د ملکیتونو د کرایې له درکه د کابل ښاروالۍ عواید د پخوا په پرتله لوړ شوي دي
د کابل په منډوي سیمه کې د رخت پلورلو د یوه سوداګریز مارکېټ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
1 سنبله 1403