د ځمکې سر اوبو د مدیریت په موخه، د کابل ښاروالۍ د زیارکښه کارکوونکو له لوري د شپاړلسمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د هغه لښتیو د پاکولو چارې روانې دي، کوم چې د یو شمېر ښاریانو له لوري د کثافاتو او نورو توکو اچولو له امله بند شوي دي. له ټولو ښاریانو غوښتنه کیږي چې، د لښتیو او کانالونو پاک ساتلو ته پام او له کابل ښاروالۍ سره په دې برخه کې مرسته وکړي ترڅو د ورښتونو پر مهال د اوبو ډنډ کېدو او د لارو له بندېدو څخه مخنیوی وشي
د شپاړلسمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د لښتیو د پاکولو چارې روانې دي