د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 75.80 افغانی
1 درهم 19.21 افغانی
1 تومان 0.0005 افغانی
1 کلدار 0.23 افغانی
1 هندی 0.822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوولسمې ناحیې اړوند بازارونو څخه ۱۶۶۴ کیلوګرامه بې کیفیته توکي راټول شول

12832.jpg (1820 × 1024)

د ښاريانو د روغتيا د خونديتوب په موخه، د اوولسمې ناحيې د مسئولینو له خوا دیادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې (۱۶۶۴) کيلوګرامه بې کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای رسېدلې وه او یو شمېر لوډسپيکرونه چې، د غږيزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولیږدول شول. په دغو توکو کې مکروني، شیدې، قیماق، اچار، د لوبیا او نخودو کنسرو، چپس، چاکلیټ، بسکویټ، شامپو، صابون، کچپ او یوه اندازه د مینځلو مواد شامل دي. له ټولو ښاریانو څخه هیله کیږي چې، د خپلو اړتیا وړ توکو پیرودلو پر مهال د هغو نېټې او کیفیت ته پام وکړي او پلورونکي دې د بی کیفیته توکو له پلورلو په کلکه ډډه وکړي