
د کابل ښاروالۍ د بشري سرچینو له لوري د شپاړلسمې ناحیې کارکوونکو ته د ( ادارې او مدیریت اساسات) تر سرلیک لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد. د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې آمر حمیدالله عطايي په دې اړه وویل: په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د ادارې او مدیریت د اصولو د پېژندنې، پلان جوړونې، د کاري ستونزو د هوارولو، مکتوب لیکنې، له مراجعینو سره د ښه چلند، رښتینولۍ او امانتدارۍ، همغږۍ، د فعالیتونو د کنټرول او نورو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل شول. نوموړي زیاته کړه چې، د دا ډول ورکشاپونو له ترسره کولو څخه موخه، د غوره ادارې رامنځته کول او ښاریانو ته د یادې ادارې د مسئولینو او کارکوونکو له لوري د ښو او معیاري خدمتونو وړاندې کول دي


