
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښاري پلانونو او برنامو د پلي کېدو په موخه، د اوومې، ۱۳مې او ۱۴مې ناحیې له یو شمېر اوسېدونکو سره بحث او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې د يادو ناحیو اوسېدونکو د کابل ښاروالۍ د کارونو او فعاليتونو د ستاينې په ترڅ کې خپلې سیمه ییزې ستونزې له کابل ښاروال سره شريکې کړې. وروسته کابل ښاروال د څوارلسمې ناحيې اړوند د قلعه حيدر په سیمه کې د تېلو پلورونکو د ستونزو د حل، په ١٣مه ناحيه کې د برچي سړک په اوږدو کې د میشتو ښاریانو د استملاک شویو ملکیتونو د حقونو د ورکړې او په اوومه ناحيه کې له ښاري سيمو څخه د غوره ګټې اخیستنې په برخو کې اړوندو مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې. دغه راز کابل ښاروال وویل: د ښار د ښه مدیریت په موخه به د ښاریانو له معقولو او رغنده نظریاتو او وړاندیزونو څخه کار واخیستل شي. نوموړي زیاته کړه: کابل ښاروالۍ خپلو ښاریانو ته د هوسا او آرامه ژوند د برابرولو په لټه کې ده او د دې ادارې ټول مسئولین به له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې، د ښاري چوپړتیاوو د وړاندې کولو په برخه کې له هیڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي. کابل ښاروال په خپلو خبرو کې دا هم په ډاګه کړه چې، په بېلابېلو زونونو کې د کابل ښاروالۍ ټولې پروژې د متوازنې پراختیا د اصولو له مخې طرحه او پلي کېږي، او اړتیا ده چې کابل ښاریان په دې برخه کې له دې ادارې سره لا زیاته مرسته وکړي


