الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د دیارلسمې ناحیې اړوند د کاکړو، کارېزتوت او ورڅېرمه سیمو له اوسېدونکو سره وکتل

12 سنبله 1403

12878.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د دیارلسمې ناحیې اړوند د کاکړو، کارېز توت او ورڅېرمه سیمو له اوسېدونکو سره په کتنه کې ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو ته د یادې سیمې اوسېدونکو د لاس رسي په اړه بحث او خبرې وکړې. د یادو سیمو اوسېدونکو د ښار د آبادۍ او معیاري ودې په برخه کې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه هڅې وستایلې او د سړکونو د خاموالي،  دتنظیف، زرغونتیا او نورو ښاري خدمتونو په برخو کې یې خپلې ستونزې له کابل ښاروال سره شریکې کړې. کابل ښاروال په خپلو خبرو کې له دوی سره ژمنه وکړه چې، برابرې پراختیا او شته امکاناتو ته په کتو به یې ستونزو او پر ځای غوښتنو ته رسېدنه وشي