الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له کوټه سنګي څخه تر پلُ سوخته پورې د سړک په اوږدو کې د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت پروژې چارې روانې دي

13 سنبله 1403

12888.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د پنځمې او شپږمې ناحیې اړوند له کوټه سنګي ( میرویس میدان) څخه تر پلُ سوخته پورې د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت او د لښتيو پاکولو په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۱۷ منهولونو د جوړولو چارې روانې دي. د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د سړکونو د بیارغونې آمر په دې اړه وویل: دا کار د زیانمنو سیمو تر پېژندلو وروسته ترسره کیږي ترڅو، په راتلونکې کې سړکونو ته د اوبو د راختلو مخه ونیول شي. نوموړي زیاته کړه چې، د منهولونو او سلبونو جوړول، د کالوردونو نصبول او له عمومي کانالونو سره د لښتیو نښلول د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په برخه کې د کابل ښاروالۍ له مهمو پروژو څخه شمېرل کیږي چې، د ښار په بېلابېلو سیمو کې به پلې شي