د یو مسلمان سپکاوی په حقیقت کې لوی شر دی
محمد امین
په اسلام کې د انسان کرامت د اعتباري قرارداد پر بنسټ نه دی، بلکې د یو اصل پر بنسټ ولاړ دی، چې اصل یې د انسان د پیدایښت او د الهي احکامو پر بنسټ توجیه شوی دی. په بل عبارت، د انسان ارثي وقار د یو لړ بنسټیزو اخلاقي او دیني مفکورو او ارزښتونو پر بنسټ ولاړ دی. په عین حال کې د اسلام مبارک دین د ارثي کرامت سربیره، د انسانانو په ترلاسه شوي کرامت هم باور لري، چې تر ټولو مهم معیار او بنسټ یې تقوی او ایمان دی. د قرآن د ځينو مبارکو آيتونو پر بنسټ، دا ثابتولاى شو چې، موروثي کرامت د استدلال، خپلواکۍ، ارادې، الهي الهام، د انتخاب قدرت او داسې نورو ته اشاره کوي او ټول انسانان یې په مساوي توګه لري.
د اسلام په پاک دین کې د جنس، توکم، رنګ او نسل په څير عوامل، هیڅ برلاسي عوامل نه دي، بلکې د توکمیز توپیر پرته هغه معیار، چې انسان ته یو ارزښت ورکوي، تقوا ده. دغه معیار د انسان له ذاتي کرامت سره ډېره نږدې اړیکه لري، ځکه په اصل کې تقوا یوه باطني او معنوي چاره ده او د تسلط غوښتنې او ناوړې ګټې لپاره عیني ځانګړنه نشي کیدلی.
دوهم، تقوا دبلوا او بغاوت په مقابل کې او د انسان د ارزښت او کرامت حقیقي ساتونکې ده. د بشریت د تاریخ ارزونه ښيي، هر چېرې چې شهوت، غوسه او تاوتریخوالی راپورته شوی او پر تقوا یې غلبه کړې ده، نو انساني ارزښت او کرامت هلته حتمن زیانمن شوی دی.
د انسان د کرامت په اړه قرآن عظیم الشان دوه تعبيرونه لري: د قرآن په ځينو آيتونو کې د انسان عزت او وقار او پر نورو مخلوقاتو د هغه د برتری يادونه شوې ده او په ځينو کې يې انسان غندل شوى او حتي له څارويو څخه ټيټ هم ياد شوى دى.
په اسرا سورت کې د بني آدم خطاب ورته شوی دی او پر ډیرو مخلوقاتو د فضیلت څښتن بلل شوی دی.
الله (ج) فرمايي: ژباړه ((او یقینًا موږ د آدم اولادې ته ډېر عزت وركړى دى، او مون دوى ته په وچه او سمندر كې ځای ورکړی دی او موږ دوى ته خوندور پاكیزه شیان وركړي دي او موږ دوى په خپل مخلوق كې په ډېرو باندې غوره کړي دي)).
په تین او مومنون سورت کې هم انسان غوره مخلوق ګڼل شوی دی، او الله تعالی فرمايلي دي: ژباړه: ((په حقیقت کې موږ انسان ډېره ښه بڼه پیدا کړی دی)).
د قرآن کریم په زړه پورې تعبیرونه ددې واقعیت څرګندویي کوي چې، د دغه الهی دین په ذات کې د انسانانو او انساني کرامت ترمنځ د حقونو رعایتول او ساتل دی.
په پاک قرآن کې لومړی د انسان خلقت ته اشاره شوې ده او ویل شوي چې، انسانان څنګه نړۍ ته راغلل او وروسته د پیدایښت ځمکې ته اشاره شوې ده، لکه چې الله(ج) د الحجر سورت په 26م آیت کې ورته اشاره کړې ده او وايي: ژباړه : (( او یقینًا موږ انسان له تېر وخت څخه له خاورې او خټې پیدا کړی دی)) .
وروسته بیا الله(ج) په بېلابېلو آیتونو کې د انسانانو د خلقت یادونه کړې او انسان یې د غوره جسم او خلقت څښتن بللی دی، چې الله(ج) ورته د تین سورت په 4م آیت کې اشاره کوي او وايي: ژباړه: ((یقینًا موږ انسان په ډېره ښه بڼه پیدا كړى دى)).
په حقیقت کې هم یوازې انسان دی چې، غوره ځانګړنې لري، داسې ځانګړنې چې په بل هیڅ مخلوق کې نشته، نو ځکه هم الله(ج) یوازې انسان د ځمکې خلیفه وټاکه او تر نورو موجوداتو یې غوره وباله.
په حقیقت کې انسان مادي ارزښتونه، عقل او شعور په ځان کې لري چې دی یې د کمال پوړ ته رسولی دی، نو ځکه د انسان پیدایښت تر ټولو غوره بلل کیږي.
په قرآن کې له انسان تر ټولو لوړ تعبیر دا دی چې، هغه د ځمکې خلیفه ګرځول شوی دی او الله(ج) ورته د البقرې په سورت کې اشاره کړې ده او ویل شوي چې، زه یعني الله(ج) به په ځمکه کې یو خلیفه وټاکم، چې وروسته یې بیا انسان د ځمکې د خلیفه په توګه غوره کړ.
که څه هم په دې ځای کې آدم علیه السلام ته اشاره شوې ده، خو خطاب بیا یوازې آدام علیه السلام ته نه دی شوی او عمومیت لري چې له هغه وروسته انسانان هم پکې شامل دي.
په عمومي توګه کولای شو د دې موضوع په اړه د قرآن عظیم الشان یو آیت را واخلو، الله(ج)د فاطر سورت په 39م آیت کې فرمايي: ژباړه:
(( دغه(الله) همغه ذات دى چې، تاسو يې په ځمكه كې (د تېرو خلکو) خلیفه ګان جوړ كړئ))
د دې سربیره چې الله(ج) انسان ته د الهي خلافت مقام ورکړی دی، انسان ته یې نور عظمت او شرافت هم ور بښلی دی.
کرامت په لغت کې عزت او لویي ته وايي او په اصطلاح کې له کرامت څخه موخه دا ده چې، انسان د درنښت وړ دی او حق لري په ټولنه کې با عزته ژوند وکړي، خبرو ته یې حیثیت ورکړل شي او داسې چلند ورسره وشي چې د خجالت لامل یې ونه ګرځي.
يو بل ته په سپکه سترګه کتل هغه ټولنيزه ناروغي ده، چې د کورنيو، ټولنو او ولسونو د غښتلتيا او پياوړتيا جرړې له بیخه باسي.
د مسلمانې کورنۍ او ټولنې ځانګړنه بايد داوي، چې هلته د هر چا درنښت او عزت خوندي وي، دا حالت د رسول الله«ص» او د هغه د درنو ملګرو رضي الله عنهم او په ټوله کې د سلف صالحو رحمهم الله په ژوند کې حاکم ؤ، هلته د يو بل څخه ځارېدنه او يو بل ته درناوی دود وو، له همدې کبله د هغوی په زړونو کې د خپلو مسلمانو وروڼو مينه؛ هغه مينه چې يوازې د الله تعالی د رضا په خاطر وه. لکه د غره په څېر پرته وه.
اسلام نېغ په نېغه د مسلمان د سپکاوي د منعې سربېره هغه لارې چارې، کړنې او ويناوې هم حرامي کړي دي، د کومو څخه چې د مسلمان وګړي سپکاوي زيږيږي.
يو بل ته په بدو نومونو خطاب، د يو بل په عيبونو پسې کېدل او د هغې بيانول او نور… په همدې اساس منع شوي دي.
همدا راز له حضرت أبوهريره«رض» څخه روايت دی، چې نبي کریم«ص» فرمايلي دي: ژباړه: ((د يوه کس لپاره همدومره شر بس دی، چې خپل مسلمان ورور سپک وګڼي)).
دا حديث شريف يو ځل بیا ولولئ او پوره غور پرې وکړئ! د مسلمان لپاره د شر د بس والي حد همدا دی! يوازې همدا؟ هو، يوازې همدا! څومره لويه ګناه ده او څومره ستره سزا؟ يوازې د مسلمان سپکه د دومره سخت تعبير جوګه شوه، ولې؟ دا ځکه چې د مسلمان سپکه د ډېرو ناورينونو، غمونو او بې شمېره ستونزو کیلي ده.
هو، هغه څوک چې مسلمان سپک ګڼي او يا ورته په سپک نظر ګوري، همدا کار ېې د ناوړه او خرابې پايلې لپاره بس دی. د یوه مسلمان سپکاوی په حقيقت کې د اسلامي ټولنې د بنسټونو ړنګول دي او مسلمان وګړي د کرکې، نفرت او دښمنۍ پر ټغر کېنول دي، له دې امله ترې ځان ساتل زما او ستا او ټولې ټولنې دنده ده.