د ا.ا.ا د بریا د څلورمې کلیزې په مناسبت د پنځمې او دیارلسمې ناحیو اړوند له قلعه ناظر څخه د نقاش تر حمام پورې د یوه اساسي پله په ګډون د کمپنۍ- برچي سړک په رسمي توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه سړک د ترافیکي نظم د رامنځته کېدو، د ګڼه ګوڼې د کمښت، د چاپېریال د ښکلا او ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست فني مرستیال انجنیر محمد داود ځواب په دې اړه وویل: یاد سړک چې (۲۲۷۴) متره اوږدوالی او(۳۰ ) متره سور لري، په اوږدو کې یې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د کابل سیند د پاسه یو پُل هم جوړ شوی چې د جوړولو چارې یې د دوه کاري کلونو په موده کې بشپړې شوې. نوموړي زیاته کړه، ښاریان باید د یاد سړک ساتنې ته ډیره پاملرنه وکړي. همدا راز د دې سړک په اوږدو کې(۷۶) د څراغونو پایې ( ستنې) په څراغونو سمبال او روښانه شوې چې، د ښې رڼا په لرلو سره د ترافیکي خوندیتوب، د ښاري جرمونو په کموالي او د چاپېریال د ښکلا په برخه کې مهم رول لري. ورته مهال د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد د دې پروژې له بشپړېدو خوښي وښوده او ویې ویل: د دې سړک په جوړېدو سره د پُل سوخته سیمې په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کمښت راغلی او د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شوې ده. دغه راز د څراغونو په روښانه کېدو سره د سیمې ښکلا لا ډېره او خوندي تګ راتګ ته زمینه برابره شوه