د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ودونو په هوټلونو کې یوازې د هېواد له تازه میوو څخه د ګټې اخیستنې په اړه غونډه ترسره شوه

13 سنبله 1403

12893.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست له خوا د ریاست الوزرا مقام د حکم پلي کولو په موخه، د ودونو په هوټلونو کې یوازې د هېواد له تازه میوو څخه د ګټې اخیستنې په اړه د کابل ښار د ودونو د هوټلونو له ټولنې سره غونډه ترسره شوه.  په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظيم ریاست مرستيال عصمت الله انصار وويل: د ریاست الوزرا محترم مقام  له مخې، د هوټلونو مالکان مکلف دي چې، د ملي اقتصاد او د کورنیو محصولاتو د ودې په موخه، د ۱۴۰۳ کال د وږي (سنبلې) میاشتې له ۱۵مې نېټې وروسته د بهرنۍ مېوې په ځای یوازې د خپل هېواد له مېوې څخه ګټه پورته کړي. ښاغلي انصار زیاته کړه: د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست له دې وروسته د ودونو په هوټلونو کې له تازه میوو څخه د ګټې اخیستنې له څرنګوالي څخه څارنه کوي او سرغړونکي به له قانوني چلند سره مخ شي. ورته مهال د کابل ښار د ودونو د هوټلونو ټولنې غړو ژمنه وکړه چې، د ملي اقتصاد د ودې او له افغاني کرنیزو محصولاتو څخه د ملاتړ په موخه به یوازې د خپل هېواد له تازه میوې څخه ګټه اخلي. د یادونې وړ ده چې، په دې کار سره به د هېواد بزګران د کرنې او بڼوالۍ برخې ته لا ډېر وهڅول شي