د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګولايي پارک په سیمه کې د یوه څلي او زرغوني سیمې د جوړولو چارې پیل شوې

14 سنبله 1403

12901.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ماینونو پاکولو د انسجام او همغږۍ ریاست په مرسته، د یوولسمې ناحیې اړوند د ګولايي پارک په سیمه کې د یوه څلي او زرغونې سیمې د جوړلو عملي چارې پیل شوې.  د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد په دې اړه وویل: دغه څلی د هغه شهی-دانو په یاد جوړېږي چې، ځانونه یې له پخوا د پاتې شویو ماینونو او ناچاودېدونکو توکو د چاودنې له امله له لاسه ورکړي دي. نوموړي زياته کړه: یاد څلی به د طرحه شوي ډیزاین له مخې، د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې په موخه په کلاسيک ډول د (۹) مترو په لوړوالي جوړ شي. په دې سیمه کې به د یاد څلي د جوړولو سربېره، د احاطې جوړولو، مرمت کارۍ، د څراغونو نصبولو، د یوې ژورې څاه کيندلو، د یوه کتابتون او موزیم جوړولو چارې هم ترسره شي، چې ورسره جوخت به د دې سیمې په بڼه کې مثبت بدلون رامنځته شي. کابل ښاروالي د سړکونو جوړولو او نورو ښاري خدمتونو وړاندې کولو ترڅنګ، ښاري ښکلا ته هم پام کوي، ځکه دا کار د ښاریانو په رواني لید  کې ګټور تمامیږي