الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښار په مرکزي برخو کې ښاري نظم و ارزول شو

14 سنبله 1403

12907.jpg (1820 × 1024)

د قانون د حاکمیت او ښاریانو ته د ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د ګمارل شوي کمیسیون له لوري د ښار په مرکزي برخو، ده افغانان، تیمورشاهي، سینما پامیر او ورڅېرمه سیمو کې ښاري نظم وڅارل شو. د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست مرستیال عصمت الله انصار په دې اړه وویل: ګرځنده پلورونکي په بدیلو سیمو کې ځای پر ځای کیږي او په همدې توګه د موټرو تم ځایونه هم نورو مناسبو سیمو ته لېږدول کیږي ترڅو د ښار د مرکزي برخو په ښاري بڼه کې مثبت بدلون راشي. د ښاري نظم کمیسیون د بېلابېلو ادارو له استازو جوړ دی چې، په پوره همغږۍ د بشپړ ښاري نظم رامنځته کېدو په موخه خپل عملیاتي پلان پلی کوي او له سرغړونکو سره قانوني چلند کوي