د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د فقهي او عقیدتي درسونو د زده کړو لړۍ و ارزول شوه

15 سنبله 1403

12911.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مرکزي څانګو د کارکوونکو د تیرو دریو کلونو د دیني او فقهي درسونو زده کړه د دې ادارې د دعوت او ارشاد ریاست لخوا په لیکلې بڼه وارزول شوه چې، د پايلو له اعلان وروسته به ممتاز کارکوونکي د یاد رياست له لوري وستايل شي. په تېرو (۳) کلونو کې د دعوت او ارشاد ریاست د مدرسینو له خوا د یاد ادارې د بېلابېلو ریاستونو کارکوونکو  ته په منظمه توګه فقهي او عقیدتي درسونه ورکړل شوي دي، چې له امله یې اوس مهال د اسلامي مسایلو په اړه د کارکوونکو پوهه لوړه شوې ده او د چارو په ترسره کولو کې د پام وړ ښه والی راغلی دی. د کابل ښاروالۍ د ارشاد او دعوت رئیس مولوي رحمت الله صاحبزاده په دې اړه وویل: د کابل ښاروالۍ مشرتابه او کارکوونکي د دعوت او ارشاد د موخو په پلي کولو کې مخکښ دي او دې برخې ته ډېر پام کوي. نوموړي زیاته کړه چې، د مرکزي ریاستونو او ناحیو د کارکوونکو د فقهي او عقیدتي زده کړو کچه ارزول کیږي او د یاد ریاست مدرسین توانېدلي دي ترڅو په ښه توګه په دې برخه کې کارکوونکو ته معلومات ورکړي