د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د زرنگار پارک د پلو لارو جوړولو چارې پیل شوې

17 سنبله 1403

12917.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د نږدې (۲۰۰۰) متر مربع په مساحت سره له تیږو څخه د زرنګار پارک د پاتې پلو لارو د جوړولو چارې پیل شوې. زرنګار پارک چې، د کابل ښار په مرکز کې پروت دی د کابل ښار یو له تفریحي پارکونو او زرغونو سیمو څخه شمېرل کیږي چې په ټولیزه توګه، (۶۳۴۴۲) متر مربع  مساحت لري. په دغه پارک کې (۱۰۵۰) ونې، سلګونه ګلان او زینتي بوټي او دوه ګل خونې شتون لري.  د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د یاد پارک د زرغونو سیمو د ساتنې او پراختیا په موخه، د خړوبولو سیستم فعال کړی دی. په همدې توګه د یاد پارک زرغونې سیمې پراخه شوې دي، څوکۍ او کثافات دانۍ پکې نصب شوې دي چې د دغه تاریخي پارک ښکلا یې زیاته کړې ده