الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال تر کار لاندې پروژو څخه څارنه وکړه

17 سنبله 1403

12923.jpg (1024 × 576)

 کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل ښاروالۍ اړوند تر کار لاندې پروژو د پر وخت او په ښه کیفیت پلي کېدو په موخه، د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې، د شمال لویدیځ لوی سړک، قرغې سړک، له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګی(میرویس میدان) پورې سړک، او د قرغې فامیلو او قرغې د آبرېزې تر منځ د کانال جوړولو له پروژو څخه څارنه وکړه او د کار په چټکتیا او ښه کیفیت یې ټینګار وکړ.  کابل ښاروال د يادو پروژو بشپړول د دې ادارې له کاري لومړيتوبونو څخه وبلل او ډاډ يې څرګندکړ،چې تر کار لاندې پروژې به په خپل وخت، چټکتیا اوښه کيفيت تر سره شي او ورڅېرمه سیمو کې د میشتو ښاريانو ستونزې به هوارې شي. دغه راز کابل ښاروال تخنیکي او فني مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې د پروژو د پلي کولو له چارو څخه پر وخت څارنه وکړي ترڅو ټولې پروژې په خپل وخت او معیاري توګه بشپړې شي. نوموړي په قراردادي شرکتونو  ټینګار وکړ چې د بیت المال د بودیجې د ضایع کیدو د مخنیوي په موخه دې د طرحه شوي ډیزاین (تخنیکي سندونو او د قرارداد د مادو) مطابق په صداقت او ایماندارۍ سره عمل وکړي