د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له ودانیزو سرغړونو څخه د مخینوي په موخه د ودانیزو شرکتونو له استازو سره لېدنه وکړه

18 سنبله 1403

12940.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ودانیزو شرکتونو له استازو او هغو پانګوالو سره چې، د ښار په کچه په ودانیزو چارو بوخت دي وکتل  او په یو لړ مهمو مسایلو یې بحث او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې له ودانیزو سرغړونکو کلکه لیکلې ژمنه واخیستل شوه چې، له غیر معیاري او بې جوازه ودانیو له جوړولو څخه ډډه وکړي او خپل ودانیز کارونه له جواز او د کابل ښاروالۍ له ویزه شوې نقشې سره برابر ترسره کړي. له دې پرته به یې پانګه بې ځایه لګول شوې وي او له مالي زیان سره به مخ شي. کابل ښاروال ودانیزو سرغړونو ته پر رسېدو ټینګار وکړ او ویې ویل: کابل ښاروالي له خوندي او قانوني پانګونې څخه ملاتړ کوي، خو غیر قانون او د غیر معیاري ودانیو جوړول ورته د منلو وړ نه دي، او قانون پر ټولو خلکو یو شان پلی کیږي. کابل ښاروال وړاندې وویل: موږ ژمن یوو ترڅو کابل ښار د ښارجوړونې له نورمونو او معیارونو سره برابر وده او پراختیا وکړي او د ودانیز جواز د صادرولو په برخه کې مو اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي دي.  نوموړي په دې برخه کې له ټولو ښاریانو د اصولو د مراعتولو غوښتنه وکړه