الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په لومړۍ ناحیه کې د وچې میوې د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې روانې دي

19 سنبله 1403

12945.jpg (1820 × 1024)د کابل ښاروالۍ له لوري او د خصوصي سکټور په مرسته، د لومړۍ ناحیې اړوند د بهزاد سینما په سیمه کې د وچې میوې لپاره د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو دوه میاشتو پورې بشپړې شي. د لومړۍ ناحیې رئیس مولوي محمد عالم عاصم په دې اړه وویل: دغه مارکېټ د اقتصادي ودې په موخه، په (۵۲۹۰) متر مربع ځمکه کې د یوې تهکوۍ په درلودلو سره، په (۵) بلاکونو او (۲) پوړونو کې په بنسټیزه توګه د جوړېدو په حال کې دی. نومړي زیاته کړه، د دغې پروژې چارې (۷۰) سلنه مخته تللې او د کابل ښاروالۍ انجینران د چارو له بهیر او دکار له کیفیت څخه  په منظمه توګه خپلې فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي. په دې مارکېټ کې د ښاري او لمریزې برښنا، د ننوتلو او وتلو دروازې، د اور وژنې سیستم، جومات او نورې آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي