د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د فروشګاه په سیمه کې د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

20 سنبله 1403

12958.jpg (1820 × 1024)

د دوهمې ناحیې اړوند د فروشګاه په سیمه کې د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا او د خصوصي سکتور په مرسته د مشارکت اصل له مخې پیل شوې وې، په ښه کیفیت او چټکتیا سره روانې دي. دغه مارکېټ د ښار د اقتصادي ودې په موخه، په (۱۶۴۳) متر مربع ځمکه کې د دوو تهکویو په لرلو سره په (۹) پوړونو کې د کابل ښاروالۍد نقشې مطابق جوړېږي چې تر اوسه یې (۳۰) سلنه چارې مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو(۹)میاشتو پورې بشپړې شي. د یاد مارکېټ دوه لاندني پوړونه د وسایطو د پارکېنګ لپاره ځانګړي شوي دي او په پورتنیو پوړونو کې یې (۸۰۰) هټۍ جوړېږي چې، د لمریزې او ښاري برښنا سربېره پکې د خوندیتوب مسایل، د اور وژني سیستم، جومات، د سپورټ او نندارتون لپاره ځانګړي ځایونه او د وتلو او ننوتلو دروازې هم په پام کې نیول شوې دي