د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 66.27 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 1.020 افغانی
1 کلدار 236.50 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اسلامي ټولنې ارزښت

شاهین

12964.jpg (2500 × 1100)

د اسلام مبارک دین د ټولنې په اړه یو بې ساری او جامع نظر داسې وړاندې کړی دی: دا سلام له نظره ټولنه د انسانانو د ژوند مادي او روحاني اړخونه سره یو ځای کوي کوم چې د الهي وحې پر بنسټ په قرانکریم او احادیثو کې شتون لري. اسلام ټولنې ته د یو بدن په سترګه ګوري او د ژوند ټول اړخونه یې له نظره د بدن غړي ګڼل شوي، له همدې امله اسلام د تفرقې او نژاد پالنې په خلاف دین دی. د اسلام مبارک دین هر وخت د ورورولۍ لپاره خلک دعوت کړي، د دین ورورولي یو داسې جوړښت یا تړاو دی چې د ژبې، کلتور، قوم، ملت، رنګ، ښایست او هیڅ شی پکې په پام کې ندي نیول شوي، دا ورورولي یوازې د الله(ج) په خاطر ده دا ځکه چې هیڅوک د خپل قوم، مورنۍ ژبې د پوستګی د رنګ او انتخاب چانس نه لري، له همدې امله په دیني او اسلامي ورورولۍ کې یوازینی اساس او بنسټ  دین او عقیده دي. اسلامي ټولنه د نورو ټولنو په پرتله له امنیت، عدالت او خوښیو ډکه ټولنه ده، کله چې رسول الله«ص» مدینې منورې ته هجرت وکړ، د یوې ځانکړې او نېکمرغه ټولنې بنسټ یې کېښود، له مکې مکرمې مهاجر شویو او د مدینې منورې د اوسېدونکو انصارو تر منځ یې د ورورګلوۍ، ایثار او غمخوارۍ داسې تاریخي تړون وکړ چې تاریخ کې یې ساری نه ليدل کېږي. اسلامي ټولنه له نورو ټولنو څخه د پام وړ ځانګړتیاوې لري، چې د هغه یو څو بیلګې په لاندې ډول دي: لومړی: اسلامي ټولنه له مثالي امن څخه برخمنه ده، اسلام خپلو پیروانو ته داسې لارښوونه کوي چې کله له یو بل سره لیدل کوي، باید د السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته الفاظ ووایي، چې یو بل ته د امن مفهوم لېږدوي او داسې ژمنه کوي چې ستا ځان، مال او عزت ته به زما له لوري کوم زیان نه رسېږي. دویم: په اسلامي ټولنه کې توپیري او تبعضي چلند ځای نه لري، یعنې اسلامي ټولنه کې د وګړو تر منځ د رنګ، قوم او ژبې له مخې توپیرځای نه لری او نه هم د مسئولیتونو وېش پر دې شیانو ولاړ دي، بلکې مسئولیتونه د صلاحیتونو او تقوا پر معیار ویشل کېږي، چې ښه بېلګه یې حضرت بلال حبشي رضي الله تعالی عنه ته د مکې مکرمې د فتحې په ورځ د آذان ویاړ ورکول او په خندق غزا کې د حضرت سلمان فارسی رضي الله تعالی عنه د مشورې منل دي. درېیم: اسلامي ټولنه له جرمونو پاکه ده، غیر اسلامي ټولنې، چې یو وخت یې په ډېر ویاړ سره د خلکو د آزادۍ شعارونه زمزمه کول، اوس د جرمي پېښو له زیاتوالي په تنګ راغلې او د مخنیوی لپاره یې ډول ډول قوانین جوړوي؛ خو د جرمونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي. بل لور ته اسلام خپلو پیروانو ته داسې قوانین وضع کړي، چې منوونکي يې په هیڅ صورت کې ترې سرغړونه او انکار نه کوي