د لومړۍ ناحیې اړوند د پل خشتي سیمې او سپاهی گمنام څلور لارې ترمنځ تر ځمکې لاندې لوی سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنعت د ګډې خونې رئیس خان جان الکوزي او یو شمېر پانګوالو له خوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال د دې مارکیټ د پرانیستې په مراسمو کې وویل: دغه پروژه د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ځانګړی اهمیت لري او کابل ښاروالۍ له خصوصي سکتور څخه د خوندي پانګونې بشپړ ملاتړ کوي. ښاغلي سجستاني زیاته کړه چې، کابل کې د خصوصي سکتور په مرسته پلي شوي پروژې به په ښار کې د لوی اقتصادي بدلون لپاره لاره هواره کړي، چې دغه لوی سوداګریز مارکیټ یې یوه غوره بیلګه ده. همدا راز خانجان الکوزي او د مراسمو نورو ګډونوالو د دا شان لویو سوداګریزو پروژو پلي کول په هیواد کې د اقتصادي ودې او پانګونې هڅولو په لور یو مهم ګام وباله. یاد مارکیټ چې په (۷،۸۴۵) مترمربع ځمکې کې د یوه پوړ په درلودلوسره ډیزاین شوی دی، په معیاري ډول او د نړیوالو معیارونو مطابق د (۱۶) میاشتو په اوږدو کې د قرارداد له مخې د ( ۲۸۱) میلیونه (۸۴۵) زره او (۱۰۰) افغانیو په لګښت جوړ شوی چې، (۳۳۷) هټۍ پکې شاملې دي. د قرارداد او مالي ماډل پر بنسټ، د پروژې پلي کوونکی خصوصي سکتور به د دې مارکیټ د هټیو کرایه د کابل ښاروالۍ اړوند بانکي حساب له لارې د (۳۰) کلونو لپاره له متشبثینو څخه راټوله کړي او د قرارداد له پای ته رسېدو وروسته به مارکیټ کابل ښاروالۍ ته وسپاري. همدارنګه، د قرارداد له مخې به د دې پروژې عواید د (۳۰) کلونو لپاره چې، یو ملیارد و (۵۵۷) میلیونه او (۶۰۰) زره افغانۍ کیږي، (۳۵) سلنه به یې کابل ښاروالۍ ته ورکول کیږي. په دې مارکیټ کې ټولې معیاري آسانتیاوې لکه، د ننوتلو او وتلو دروازې، تشنابونه، د ښاري او لمریزې بریښنا، د خوندیتوب او اور وژنې سیستمونه او بریښنایی زینې په پام کې نیول شوې دي. د یادونې وړ ده چې، د پل خشتي سیمې د ځمکې لاندې مارکیټ د پاسه سړک، د سپاهی ګمنام تر څلور لارې پورې (۲۰۰) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، په معیاري ډول بیارغول شوی او اوس د ترافیکو پر مخ پرانیستی دی