الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مشرتابه د بادام باغ سړک له قیر چارو څخه څارنه وکړه

20 سنبله 1404

 16279.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د بادام باغ سړک له قیر چارو څارنه وکړه او د کار د کیفیت په برخه کې یې مسئولانو ته اړینې سپارښتنې وکړې. ښاغلي سجستاني وویل چې، د ټولګټو پروژو په ځانګړې توګه د سړک جوړونې پروژو په پلي کولو کې ناغیړي او سرغړونې د کابل ښاروالۍ مشرتابه او کابل ښاریانو ته د منلو نه ده او قراردادي شرکت مکلف دی څو د یادې پروژې چارې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت د تخنیکي اسنادو له مخې بشپړې کړي. نوموړي همدا راز د پروژو د تخنیکي څارنې پر اړتیا هم ټینګار وکړ او اړوندو مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې، په پروژو کې کارېدونکي مواد باید له کارولو مخکې په لابراتوار کې و ازمویل شي. دا سړک د سرای شمالي له څلورلارې څخه د نادریې لېسې تر څلورلارې پورې ۳۲۸۹ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري چې د قیر چارو سربېره یې د پاتې برخو بنسټیزې چارې روانې دي ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلو لارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک ټول جزئیات شامل دي.  هڅه کېږي د سړک جوړولو د دې مهمې پروژې چارې د روان کال په بهیر کې په اساسي توګه بشپړې شي