الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ودونو په هوټلونو کې د هېواد له تازه میوې څخه د ګټې اخیستنې له څرنګوالي څارنه وشوه

21 سنبله 1403

 12965.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست له لوري د شپې مهال د ودونو په هوټلونو کې د هېواد له تازه مېوې څخه د ګټې اخیستنې له څرنګوالي څارنه وشوه چې، له نېکمرغه ډیری هوټلونو د نورو هېوادونو دمېوې پر ځای د خپل هېواد له تازه میوې څخه ګټه اخیسته. د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست مرستیال عصمت الله انصار په دې اړه وویل: له مخکې ټولو هوټل لرونکو ته خبر ورکړل شوی دی ترڅو د بهرنیو میوو پر ځای یوازې د هېواد له تازه میوو څخه ګټه پورته کړي، ځکه دا کار د هېواد له داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ او اقتصادي ودې په برخه کې له خورا ارزښت څخه برخمن دی. نوموړي زیاته کړه چې، د ښار په کچه د ودونو له ټولو هوټلونو څخه څارنه کیږي او سرغړونکي به له قانوني چلند سره مخ شي. ورته مهال یو شمېر هوټل لرونکو یو ځل بیا ژمنه وکړه چې، د هېواد له کرنیزو محصولاتو څخه د ملاتړ او د ملي اقتصادي د ودې په موخه به یوازې د هېواد له تازه میوو څخه ګټه اخلي، چې په دې کار سره به د هېواد بزګران لا وهڅول شي ترڅو د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې لا ډېر کار وکړي