د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د (GIS) جغرافیوي سیسټم په اړه روزنیز ورکشاپ په بریالیتوب پای ته ورسېده

21 سنبله 1403

12967.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د بشري سرچینو ریاست له لوري د دوه ویشت ګونو ناحیو د جایدادونو د ثبت له مدیرانو سره د (GIS) جغرافیوي سیسټم په اړه څلور ورځنۍ روزنیز ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېده. د بشري سرچینو ریاست ظرفیت لوړونې آمر حمید الله عطايي په دې اړه وویل: د ورکشاپ ګډونوالو ته د یاد سیسټم د پېژندنې او په هغه کې د امارتي ملکیتونو او د ښاریانو د جایدادونو د ثبت په اړه معلومات ورکړل شول. د نوموړي په وینا؛ له دې ورکشاپ وروسته ګډونوال چمتو دي ترڅو د ملکیتونو د ثبت، د ملکیتونو د پېژندنې او ډول، له ملکیتونو څخه د عوایدو راټولولو او د کابل ښاروالۍ په ملکیتونو د پانګونې په برخو کې له (GIS) سیسټم څخه ګټه پورته کړي. یاد سیسټم د پړاونو د آسانه کولو او اصلاحاتو په موخه د کابل ښاروالۍ د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري جوړ شوی دی چې، له دې سیسټم څخه په ګټه اخیستلو سره به یو منظم معلوماتي بانک جوړ او د چارو په ترسره کولو کې به شفافیت او چټکتیا رامنځته او غوره حکومتوالۍ ته به زمینه برابره شي