د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار د اوو ناحیو په واټونو، سړکونو او کوڅو کې د ادرس موندنې لوحو د نصبولو چارې پیل شوې

22 سنبله 1403

12983.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروالۍ هېواد والو او په تېره کابل ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د درېیمې، څلورمې، پنځمې، شپږمې، لسمې، یوولسمې او دولسمې ناحیو په کوڅو، سړکونو او واټونو کې د پتې (ادرس) موندنې د لوحو نصبولو چارې پیل کړې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې هکله وویل: د لوحو د نصبولو چارې به د قراردادي شرکتونو له لوري په ښه کیفیت او چټکتیا ترسره شي او د پروژې له کیفیت څخه په څو پړاوونو کې تخنیکي او فني څارنې کیږي. نوموړي زیاته کړه چې، مخکې په یادو ناحیو کې د کورونو مخې ته د شمېرو نصبولو د سروې چارې د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ترافیکي چارو د تحلیل آمریت تر څارنې لاندې ترسره شوې دي. د یادونې وړ ده چې، په نږدې راتلونکې کې به د لومړۍ، اوومې، اتمې، دیارلسمې، څوارلسمې، پنځلسمې، شپاړلسمې او اوولسمې ناحیو په کوڅو، سړکونو او واټونو کې د پتې(ادرس) موندنې د لوحو نصبولو چارې هم پیل شي، په یادو ناحیو کې هم مخکې د سروې چارې ترسره شوې او د یو شمېر کورونو د شمېرو د نصبولو کار ترسره شوی دی. ورته مهال په اتلسمې، نولسمې، شلمې، یو ویشتمې او دوه ویشتمې ناحیو کې د سروې کار روان دی ترڅو لومړی د کورونو مخې ته شمېرې نصب او وروسته یې د کوڅو، فرعي سړکونو او واټونو د لوحو نصبولو چارې ترسره شي. په دې وروستیو کې کابل ښاروالۍ د پتې (ادرس) موندنې برنامې له لارې د یو شمېر مهمو سړکونو او واټونو په اوږدو کې د لارښوونې لوحې نصب کړې دي او دا کار به په راتلونکې کې پراختیا ومومي