د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ په تېر یوه کال کې د خپلو کړنو راپور او د روان کال پلان له رسنیو او خلکو سره شریک کړ

24 سنبله 1403

12989.jpg (1820 × 1024)

ملت ته د حکومت له لوري د حساب ورکولو پروګرام پر دوام، کابل ښاروالۍ د حکومت د رسنیو په مرکز کې د خپلو کړنو، لاسته راوړنو او د روان کال د پلانونو راپور له رسنیو او ښاریانو سره شریک کړ. په پیل کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني خبرې وکړې او ویې ویل: د یوه پرمختللي او د اوسېدو وړ ښار جوړولو په برخه کې د کابل ښاروالۍ پلانونه په عملي توګه پیل شوي او یو شمېر نور یې د پلي کېدو په حال کې دي. نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ مشرتابه خلکو ته د خدمت کولو پیاوړی هوډ لري ترڅو کابل په نږدې راتلونکې کې په یوه پرمختللي ښار بدل شي. د ښاغلي سجستاني په وینا؛ د سړکونو جوړولو، د ښاري قوانینو پلي کولو، د ښار د زرغونتیا او تنظیف، د همکارۍ روحیې پیاوړي کولو او نورو برخو د وضعیت ښه کېدو برخې ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. ورپسې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو سلاکار نعمت الله بارکزي د ښاري زیربناوو جوړولو، پلان جوړونې او ښاري پراختیا، تنظیفي او د زرغونتیا چوپړتیاوو وړاندې کولو، کلتوري او ټولنیزو چارو، ټولګتو ښاري ودانیو، عوایدي، اداري او مالي برخو کې د کابل ښاروالۍ یو کلن راپور وړاندې کړ او ویې ویل: په تېر یوه کال کې ۱۲۵ کیلو متره اصلي او فرعي سړکونه قیر او کانکرېټ شوي، څه باندې ۱۰ کیلو متره سړکونه بیارغول شوي او ۵.۸۵ کیلو متره نوي کانالونه جوړ شوي دي.  په همدې توګه د کابل ښاروالۍ د عوایدو لوړولو، اقتصادي ودې او کار موندنې په موخه د خصوصي سکټور په مرسته د مشارکت اصل له مخې د ۸ سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو چارې هم روانې دي. د ښاغلي بارکزي په وینا؛ له ۲۶۱۰ ودانیو له جوړولو څخه څارنه، له ۳۰۹۵ ودانیزو سرغړونو مخنیوی، د ۲۴۸ ودانیزو جوازونو وېشل، د سړکونو په اړه د اقتصادي طرحو جوړول، په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلولو په موخه، د ځمکې د بیا تنظیم او پراختیا پروژو پلي کول نور مهم ترسره شوي فعالیتونه دي. په همدې توګه کابل ښاروالۍ د تنظیفي چوپړتیاوو وړاندې کولو په برخه کې هم د پام وړ لاسته راوړنې درلودې چې، په تېر یوه کال کې ۵۲۵٠۸٠ مټریک ټنه کثافات د کابل ښار له ۲۲ ګونو ناحیو څخه راټول او د ګزک سیمې ته لېږدول شوي دي. په تېر یوه کال کې د ښار د زرغونتیا او ښکلا په موخه، شاوخوا دوه میلیونه نیالګي او زینتي بوټي د ښار په بېلابېلو برخو کې کینول شوي دي. له ښار څخه د ۷ زره لوډسپیکرو راټولول، له بازارونو څخه د ۲۰۵۵۷۷ کیلو ګرامه تېر وخته او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکو راټولول او له منځه وړل، د لوګي د تصفیې د فلټر د شتون د څرنګوالي په موخه، له ۶۲۵ ودانیو څخه څارنه، کابل سیند او لښتیو ته د فاضلاب د ۸۵۲ فاضلاب لارو بندول، د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې په برخه کې د کابل ښاروالۍ نور مهم فعالیتونه شمېرل کیږي. ورته مهال یادې ادارې په تېر یوه کال کې له خپلو عوایدي سرچینو څخه څه باندې ۶ میلیارده افغانۍ عواید راتول کړي دي چې، د تېر کال په پرتله یو ملیارد افغانۍ لوړوالۍ ښيي. د څلورلارو رغول او ښکلا، له ملي ورځو نمانځنه، د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو څخه د ۱۹۱۰ ویډیويي کلپونو خپرول، په بېلابېلو ناحیو کې د ښاري کلتور دودونې په موخه د عامه پوهاوي د پرګرامونو ترسره کول هم په تېر یوه کال کې د کابل ښاروالۍ مهم فعالیتونه دي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، څارنې، ارزونې او راپور ورکونې رئیس محمد قاسم افغان په خپلو خبرو کې وویل: برابرې پراختیا او لومړیتوبونو ته په کتو په ۱۴۰۳ کال کې په ټولیزه توګه ۸۸ د سړک جوړونې پروژې پلان شوې دي چې، د ډیرو یې عملي چارې پیل شوې او د یو شمېر نورو به یې هم پیل شي. له بګرامیو څخه تر قلعه زمان خان شپېته متره سړک پورې د نښلوونکي سړک جوړول او پر دوام یې د کابل - جلال آباد تر سړک پورې د سړک جوړول، له علاءالدین درې لارې څخه تر چهلستون پورې د سړک جوړول، د شیرپور سړک د جوړولو او پراختیا چارې، د خیرخانې کوتل د دویمې برخې جوړول، له ۳۱۵ څخه د مزارترهډې پورې د سړک جوړول، له کمپنۍ څخه تر مهتاب قلعه پورې د نوي سړک جوړول، دکابل ښاروالۍ د سړک جوړونې مهمې پروژې شمېرل کیږي. ښاغلي افغان زیاته کړه: د کابل ښار په بره کي، ده افغانانو، او د نجات څلي په سیمه کې د هوايي پلونو د ډیزاین چارې پیل شوې او په راتلونکي کال کې به یې د جوړولو چارې پیل شي. په همدې توګه د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ لپاره د ۸ پلونو جوړول هم د کابل ښاروالۍ د پلان برخه ده چې، د ۳ پلونو د جوړولو په اړه یې اقدام شوی او د پاتې نورو به یې چارې هم ډېر ژر پیل شي. د راپور ورکونې د دې کنفرانس په پای کې د رسنیو او خبریالانو پوښتنو ته د کابل ښاروالۍ د مسئولینو له لوري مقنع ځوابونه ورکړل شول