د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښاروالۍ کې نوې ګمارنې ترسره شوې

24 سنبله 1403

12993.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ مقام په وړاندیز او د ریاست الوزرا محترم مقام په منظورۍ، ښاغلی فضل الحق مجاهد د اوومې ناحیې د نوي رئیس او یادې ناحیې پخوانۍ رئیس مولوي عبدالغفور غفوري د نهمې ناحیې د مرستیال په توګه ټاکل شوي او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس حافظ عبدالقدیر حقاني له خوا د یادو ناحیو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول. په هغه پېژندغونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس په خپلو خبرو کې د چارو د ښه او پر وخت ترسره کېدو په برخه کې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه لارښوونې بیان کړې او ویې ویل: په اداره کې د چارو د سمون په موخه، بدلون یو اصل دی. ښاغلی مجاهد اوښاغلی غفوري دواړه رښتینی، په کار پوه، هڅاند ، له زده کړو او کاري تجربو څخه برخمن شخصیتونه دي. نوموړي زیاته کړه چې د کابل ښاروالۍ مشرتابه هیله لري ترڅو د اوومې ناحیې نوی رئیس او دنهمې ناحیې نوی مرستیال په پوره رښتینولۍ، ایماندارۍ او صداقت سره خپل کاري مسئولیتونه ترسره او د ښاریانو رضایت ترلاسه کړي