د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پُل خشتي او سپاهي ګمنام چوک ترمنځ ترځمکې لاندې مارکېټ د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

25 سنبله 1403

12997.jpg (1820 × 1024)

د ښار د اقتصادي او معیاري ودې په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري او د خصوصي سکټور په مرسته، د لومړۍ ناحیې اړوند له پُل خشتي څخه تر سپاهي ګمنام چوک پورې تر ځمکې لاندې یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دغه مارکېټ په (۷۲۸۰) متر مربع ځمکه کې د یوه پوړ په درلودلو سره په بنسټیزه توګه د جوړېدو په حال کې دی چې، تر اوسه یې (۷۰) سلنه چارې مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو (۴) میاشتو پورې بشپړې شي. په یاد مارکېټ کې (۳۶۰) هټۍ، د وتلو او ننوتلو (۶) دروازې، تشنابونه، ښاري او لمریزه برښنا، د اور وژنې او خوندیتوب سیستمونه او برښنايي زینې په پام کې نیول شوې دي چې، د یادې سیمې د بازار د منظموالي سربېره به له یادې سیمې څخه چې لوړه اقتصادي وړتیا لري، ډیره ګټه پورته کړل شي. يادونې وړ ده، چې کابل ښاروالۍ په ښاري سيمو کې د اقتصادي ودې او د کورني خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه، ورته نورې پروژې طرحه او پلې کوي او اوس مهال د ښار په بېلابېلو سيمو کې د ګڼو سوداګريزو مارکېټونو د جوړولو چارې روانې دي