د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 66.27 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 1.020 افغانی
1 کلدار 236.50 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په مـاشـومانو کې د مطالعې روحیې د پیاوړي کولو لارې چــارې

13010.jpg (2500 × 1100)

الیاس

په دې خبره هرڅوک پوهېږي چې، د نن ورځې ماشومان د سبا ورځې مشران، د ستونزو او نورو مسائلو ښه حل کوونکي، وړ مسلکي اشخاص او لارښود جوړېدای شي. معیاري زده کـړې نـه یـوازې د زده کوونکو په ژوند کې د پرمختګ لامل کېږي، بلکې د کورنۍ او ټولنیز ژوند لپاره هم یو اړین امر دی. دغه راز هر ماشوم د لومړنیو څخه تر ثانوي زده کړو پورې د وړیا معیاري زده کړو حق لري. د (ماشوم روزنې موسسې) د یوې سروې له مخې، چې پر ماشومانو د تېرو کلونو ناخوالو او نورو بدلونونو منفي اغېزو تر عنوان لاندې تر سره شوې وایي چې، د افغانستان نني ماشومان له نورمال زده کړییز حالت څخه تر یوه حده پورې وروسته پاتې شوي دي.  اوس د دغه بحراني حالت د ختمولو او ټولو ښاري او لرو پرتو سیمو ته د زده کړییزو خدمتونو وړاندې کولو لپاره یو ښه وړاندېز د مطالعې دودول دي. دماشومانو د عمر لمړي کلونه خورا مهم دي، ځکه پدې وخت کې د ماشوم د ژوند د نورو اړخونو سربېره، د دوی عادتونه او مزاجونه هم روزل کېږي. په کوچنیوالي کې چې ماشوم ته څرنګه چاپېریال برابر وي، په راتلونکي کې ترې هماغسې تمه کېدای شي. نو همدغه ټکي ته په کتو باید ماشوم ته ښې زده کړییزې بوختیاوې برابرې او دوی پرې مصروف وساتل شي. کتاب چې د انسان ښه دوست بلل کېږي، نو که چېرې ماشوم په کوچنیوالي کې له دغه ښه دوست سره یو ځای وي، دغه دوستي به له ماشوم سره تلپاتې او د روښانه راتلونکي لامل به شي. کله چې ماشوم ته په کوچنیوالي کې له کتابونو سره د مینې او علاقې روزنه ورکړل شي، نو هغه به په راتلونکي کې له مطالعې سره علاقه پیدا کړي او تل به ملګرتیا ورسره کوي.  داخبره کومه فرضیه نه بلکه تجربه ده، ځکه کومو مېندو چې خپلو بچیانو ته له کتاب سره د علاقې روزنه ورکړې، نو د هغوی د زده کړې او سویې کچه د نورو په پرتله ډېره لوړه وي. له مطالعې سره علاقه لرونکي ماشومانو سره تل د جوړولو سوچ  وي، د لټۍ پر حس یې د لټولو حس بریالی، هوښیار او د وخت پابند وي. په پنځمه میاشت کې یو ماشوم د ناستې چل زده کوي،که له دې عمر څخه یې د کتاب پېژندنې روزنه پېل شي، نو پایله به هم مثبته وي او له کتاب سره د مینې لرلو روحیه یې نوره هم لوړېږي. مطالعه ماضي بوختیا نه ده، بلکه هغه څوک چې، له مطالعې سره عادت ولري د هغه په پرتله چې، له مطالعې سره علاقه ونه لري دوه چنده لږ په دماغي ناروغیو اخته کېږي. څېړنو داهم ښودلې هغه څوک چې، له مطالعې سره علاقه ولري او تل کتاب مطالعه کوي نه یوازې داچې هره ورځ نوي کارونه زده کوي، بلکې ددوی ذهني پیاوړتیا د نورو په پرتله زیاته وي. کرسټل رسل، چې یو امریکایي مفکر او محقق دی په خپلې یوې ليکنې کې داسې وایي: د کتاب لوستل د ماشوم د الفاظو په زیرمه او سوچ کولو کې زیاتوالی راولي. په شوق سره د کتاب لوستل د نورو خلکو په روان باندې په پوهېدلو کې مرسته کوي او ماشوم کولی شي په آسانۍ سره د مقابل لوري د احساساتو او جذباتو کچه معلومه کړي. دغه راز څېړنو دا هم ثابته کړې چې، په یوه کال کې د ورځې 15 دقیقو مطالعې سره د ماشومانو د الفاظو په زیرمه کې زرګونه نوي الفاظ زیاتېږي، او کوم ماشومان چې په حضوري بڼه مطالعه کوي د نورو په پرتله یې د  پوهې کچه لوړه وي. په ماشومانو کې له مطالعې سره د علاقې د زیاتېدو په موخه، یو دوه وړاندېزونه!

کورنی کتابتون

د کورنۍ مشران دې هڅه وکړي، چې کور کې یو کتابتون جوړ کړي هغه که لوی وي یا کوچنی، ځکه په دې سره په کوچنیانو کې له مطالعې سره علاقه زیاتېږي. څېړنو دا هم ثابته کړې چې، په کور کې د شته کتابتون، کتابونو او د ماشومانو د ټولو زده کړییزو قابلیتونو ترمنځ کلکه اړیکه وي.

د کورنۍ مشران باید کتابونه ولولي! په ماشومانو کې له مطالعې سره د پیاوړې مینې د پیدا کولو یوه غوره لاره داده چې، د کورنۍ مشران په خپلو کورونو کې مطالعه وکړي، او دغه مطالعه باید په داسې ځای کې وشي چې، ماشومان هم هلته شتون ولري.

که ماشومان مو په دې پوه شول چې لویان مطالعه نه کوي، نو دوی هم ترې لرې والی غوره کوي. نو اړتیا ده چې، د کورنۍ هر غړی باید د ماشوم تر مخې مطالعه وکړي، تر څو هغه هم دغه لار غوره، او د مطالعې په وسیله خپله راتلونکې روښانه کړي.پ