د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د څوارلسمې او اتلسمې ناحیو له اوسېدونکو سره وکتل

1 میزان 1403

13060.jpg (1820 × 1024)

ښاري ستونزو ته د رسېدنې په موخه؛ کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د څوارلسمې او اتلسمې ناحیو له استازو سره وکتل. په دې لیدنه کې کابل ښاروال د یو شمیر سړکونو او کوڅو د خرابوالي، په پلاني او غیر پلاني سیمو کې د ودانیو د جوړولو د څرنګوالي، د ګذر وکیلانو د ګمارلو او په یادو سیمو کې د ښاري خدمتونو د محصول ( د صفایي کتابچو)د ورکړې د څرنګوالي په برخو کې د ګډون والو د ستونزو تر اورېدو وروسته، د کابل ښاروالۍ پلانونه معرفي کړل او ويې ويل: کابل ښاروالۍ به په بېلابېلو ناحیو کې د ښاریانو د ستونزو د حل او د هغوی معقولو او مشروع غوښتنو ته د رسیدو په موخه، د خپلو شته امکاناتو په پام کې نیولو سره غوره ښاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.  کابل ښاروال زیاته کړه: موږ د ښاریانو لپاره د هوساینې او آرام ژوند د برابرولو په لټه کې یو، د کابل ښاروالۍ پروژې د ښار په هره ناحیه کې د متوازنې پراختیا له اصولو سره سم ډیزاین او پلي کیږي، چې په دې برخه کې له دې ادارې سره د ښاریانو لا زیاتو مرستو ته اړتیا ده. نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل: څوارلسمه او اتلسمه ناحيې د هغو ناحیو له ډلې څخه شمېرل کېږي کوم چې، اوس مهال د پرمختګ په حال کې دي، او باید د ښاري معیارونو خلاف وده ونه کړي