د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخواه سوداګریز مارکیټ د جوړولو چارې ۹۶ سلنه مخته تللې دي

3 میزان 1403

13080.jpg (1820 × 1024)

په نادر پښتون واټ کې د خيرخواه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې، (۹۶) سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د ښار د اقتصادي ودې په موخه، د یاد مارکېت د جوړولو چارې، د ا.ا.ا د بریا په لومړیو کې د کابل ښاروالۍ د نقشې مطابق په (۹۶۰۰) متر مربع ځمکه کې د دوو تهکویو او (۹) پوړونو په درلودلو سره پیل شوې وې. په  دغه مارکېټ کې (۱۳۶۰) هټۍ ، یو جومات، د (۱۳۰۰) موټرو لپاره پارکینګ، (۱۷۰) تشنابونه، د لفت سیستم، ښاري او لمریزه برښنا او د اور وژنې او خوندیتوب مسایل هم په پام کې نیول شوي دي. خیرخواه سوداګریز مارکېټ د چارو ادارې تر مدیریت لاندې د خصوصي سکټور( د ملي سوداګرو ټولنې) د مشارکت کړنلارې له مخې جوړېږي.  دغه مارکیټ د مالیې وزارت، ملي بانک، کابل ښاروالۍ او خصوصي سکتور ملکیت دی. دا په داسې حال کې ده چې، د کابل ښار د اقتصادي ودې په موخه، د ښار په بېلابېلو برخو کې د کابل ښاروالۍ له لوري او د خصوصي سکټور د مشارکت کړنلارې له مخې د یو شمېر سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو چارې هم روانې دي او په راتلونکې کې به دې برخې ته لا پراختیا ورکړل شي.