د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې به ژر پيل شي

4 میزان 1403

13092.jpg (1820 × 1024)

د ا.ا.ا د کابینې د پرېکړې له مخې، د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو په اړه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ تخنیکي غونډه ترسره شوه. د سړک جوړونې د دې مهمې پروژې چارې مخکې د ټولګټو چارو وزارت له خوا پیل شوې وې چې، د ځینو ستونزو له امله وځنډول شوې.  دا چې د یاد سړک لومړۍ برخه د کابل ښار په دننه کې پرته ده، د جوړولو چارې یې کابل ښاروالۍ ته وسپارل شوې. کابل ښاروال په دې اړه وویل: دغه سړک د کابل ښار یو له مهمو سړکونو څخه شمېرل چې، د سویل او سویل ختیځ پنځه ولایتونه له پلازمینې کابل سره نښلوي او په اقتصادي برخه کې ځانګړی اهمیت لري. له بلې خوا د دې سړک جوړول د ښاري پراختیا، د ګڼه ګوڼې د کمښت، د ترانسپورتي او ترافیکي زیربناوو د تنظیم په برخه کې د کابل ښار له اساسي اړتیاوو څخه شمېرل کیږي. کابل ښاروال تر بحث او خبرو اترو وروسته د یادې ادارې تخنیکي او فني مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، د دې سړک د قرارداد پړاوونه ترسره کړي ترڅو هرڅه ژر یې د جوړولو چارې پیل شي. مخکې د کابل ښار په دننه کې د کابل ښاروالۍ له لوري د دې سړک استملاکي ستونزې حل شوې دي او د سړک جوړولو ته زمینه برابره شوې ده. د کابل- لوګر سړک لومړۍ برخه له ټانک لوګر څخه تر چهل دختران سیمې پورې (۷) کیلو متره اوږدوالی او په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې (۶۰) متره سور لري چې، په معیاري توګه به جوړ شي. ښاریانو ته د هوساینې او سوکالۍ رامنځته کولو په موخه، د ټولنیزو، اقتصادي او چاپېریالي چارو د پراختیا لپاره د ټولګټو پروژو طرحه او پلي کول د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه دي