د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د پنځمې ناحیې اړوند د قرغې فامیلیو په سیمه کې د (۴۹۰) مترو په اوږدوالي، ( ۱.۹) مترو په سور او د (۱.۶) مترو په ژوروالي سره د یوه کانال د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د دې کانال د جوړولو چارې به تر راتلونکو (۳) میاشتو پورې په بنسټیزه توګه بشپړې او ورسره جوخت به د ذاکرین ښارګوټي او د قرغې سړک ترمنځ د نوي سړک سطحي اوبه مدیریت شي. دغه راز د یاد کانال په جوړېدو سره به سړکونو ته د اوبو له راختلو او د سړکونو له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی هم وشي
د قرغې فامیلیو په سیمه کې د یوه کانال د جوړولو چارې روانې دي
4 میزان 1403