د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د زیرزمینۍ څلورلارې د ( فرهنګ) څلورلارې په نامه ونومول شوه

4 میزان 1403

13098.jpg (1820 × 1024)

د واټونو او څلورلارو د نومونې کمیسیون له لوري د دویمې ناحیې اړوند په ده افغانانو سیمه کې د ( زیرزمینۍ) څلورلارې د ( فرهنګ) څلورلارې په نامه ونومول شوه. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي وویل چې، یاد کمیسیون په خپلو لومړنیو کړنو کې دا څلورلارې ونومله او په راتلونکې کې به د کابل ښار یو شمېر سیمې تاریخي او علمي ارزښتونو ته په کتو عملاً ونومول شي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل: د واټونو او څلورلارو د نومولو کمیسیون له بېلابېلو ادارو څخه جوړ شوی دی چې، کلتوري او تاریخي ارزښتونو ته په کتو به د کابل ښار د یو شمېر څلورلارو او واټونو نومونه تنظیم کړي. دا چې، فرهنګ( کلتور) د یوې ټولنې مادي او معنوي ارزښتونه بلل کیږي؛ له دې کبله د اصیل افغاني او اسلامي کلتور د بډاینې په موخه یاده څلورلارې د ( فرهنګ) څلورلارې په نامه ونومول شوه