د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار په کچه د قانوني ودانیو د جوړولو چارې په عادي توګه روانې دي

7 میزان 1403

13109.jpg (1200 × 675)

کابل ښاروالۍ د ښار د اقتصادي او معیاري ودې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د ښار په کچه له قانوني او له جواز سره برابرو ودانیو له جوړولو څخه ملاتړ کوي. په بېلابېلو ناحیو کې د ودانیو جوړولو چارې په عادي توګه روانې دي او کابل ښاروالۍ هېڅ وخت قانوني ودانیو جوړولو ته د جواز ورکول نه ځنډوي. هغه ښاریان چې، غواړي ودانۍ جوړې کړي، د ودانۍ د جواز، ښاري قوانینو او ټاکل شویو شرایطو له مخې ورته آسانتیاوې برابرې شوې دي. سلګونه ښاریانو له کابل ښاروالۍ څخه د ودانیو جوړولو لپاره جوازونه ترلاسه کړي او د هغه مطابق خپلې چارې مخته وړي. په پلاني او غیر پلاني سیمو کې د ودانیو جوړولو شرایط توپیر لري او د اسنادو د پړاوونو ترسره کولو وروسته ورته د ودانۍ جوړولو اجازه ورکول کیږي. د کابل ښار معیاري وده او بیارغونه باید له ښاري اصولو او مقرراتو سره برابره وي. هېڅ حکمي او حقیقي شخص نشي کولای پرته له جواز څخه د ودانیو په جوړولو لاس پورې کړي؛ د سرغړونې لیدلو په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي. اوس مهال تر بل هر وخت په کابل ښار کې ودانیزې سرغړونې کمې شوې دي او په وروستیو کې د کابل ښاروالۍ مسئولینو له لسګونو ودانیزو سرغړونو څخه مخنیوی کړی دی