الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

۱۰۵۰۰ کسانو د علمي څېړنو په موخه له کابل ژوبڼ څخه لیدنه کړې ده

7 میزان 1403

13111.jpg (1820 × 1024)

د ژویو او الوتونکو د ژوند په اړه د علمي څیړنو په موخه، د تېرو دوو میاشتو په بهیر کې (۱۰۵۰۰) تنو د وړکتونونو ماشومانو، د ښوونځیو او مدرسو زده کوونکو او د پوهنتون زده کړیالانو  له کابل ژوبڼ څخه لیدنه وکړه. د کابل ژوبڼ رئیس عزیزګل ثاقب په دې اړه وویل: کابل ژوبڼ یو علمي، څیړنیز او تفریحي ځای دی چې، د هېواد په کچه دبېلابېلو علمي او اکاډمیکو بنسټونو زده کوونکي او زده کړیالان ترې لیدنه کوي او د دوی لپاره د علمي او څیړنیزو موضوعاتو په اړه دلیدو زمینه برابریږي. ښاغلي ثاقب وویل چې، د علمي سفر په لړ کې دغو لیدونکو ته د کابل ژوبڼ د ښوونې او روزنې مدیریت له لوري د ژویو، الوتونکو، خزندګانو او کبانو د ژوند او اهمیت او د کابل ژوبڼ د مدیریت په اړه معلومات وړاندې کیږي اودغه راز دوی ته د ښاري کلتور اړوند روزنیزې مجلې هم د ډالۍ په توګه ویشل شوې دي