الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ( ادارې او مدیریت اساسات) تر سرلیک لاندې ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

7 میزان 1403

13113.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د بشري سرچینو ریاست له لوري د تحلیل او ودانیزو جوازونو د صادرولو، د ښاري پلانونو د طرحه او پلي کولو او د ښاري بیا پراختیا او تنظیم ریاستونو کارکوونکو ته د ( ادارې او مدیریت اساسات) تر سرلیک لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد. د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې آمر حمیدالله عطايي په دې اړه وویل: په دغه ورکشاپ کې ګډونوالو ته د ادارې او مدیریت د اصولو د پېژندنې، پلان جوړونې، د کاري ستونزو د حل، مکتوب لیکنې، له مراجعینو سره د نیک چلند، رښتینولۍ او امانتدارۍ، همغږۍ، د فعالیتونو د کنټرول او د دوی د دندو اړوند نورو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل شول. نوموړي زیاته کړه، د دا ډول ورکشاپونو د جوړیدو موخه، د یوې اغیزمنې ادارې رامنځته کول او خلکو ته په ریښتني توګه د چوپړتیاوو وړاند کول دي، ترڅو د دې لویې خدماتي ادارې د بیلابیلو څانګو مسئولین او کارکوونکي پر وخت او معیاري خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو او په راتلونکي کې به نور ورته رونیز  ورکشاپونه هم په لاره واچول شي