د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ سړک د منځني ګلدان د اوسپنیزو کټارو د نصبولو چارې پیل شوې

7 میزان 1403

13117.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند له میرویس میدان ( کوټه سنګي) څخه د کمپنۍ تر څلورلارې پورې د (۸) کیلو مترو په اوږدوالي د سړک منځ ګلدان د اوسپنیزو کټارو د نصبولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان په دې هکله وویل: د یاد سړک د منځ ګلدان زرغونه سیمه د پراختیا په حال کې ده چې، د ساتنې په موخه یې کټارې نصب کیږي. نوموړي زیاته کړه چې، دا کار د ترافیکي بهیر د تنظیم او د ښاري ښکلا رامنځته کېدو په برخه کې ګټور دی چې، تر نصبولو وروسته به دا کټارې رنګ هم شي. په دې ګلدان کې د نیالګیو او ګلانو سربېره چمن هم کرل شوی دی چې، په دوامداره توګه ترې ساتنه کیږي