د کابل د هوا وضعیت

الوتني

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د یو شمیر کلچه پخولو کارخونو فعالیتونه له روغتیایي معیارونو سره برابر تنظیم شول

13119.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست د سپارښتنو په اساس، د څلورمې ناحیې اړوند د مارکیټ په سیمه کې د یو شمېر کلچو پخولو کارخونو فعالیتونه له روغتیايي معیارونو سره سم تنظیم شول. د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال مولوي فضل کریم احمد په دې اړه وویل: تر دې وړاندې د دغو کارخونو کارکوونکو ته   د فعالیت په سیمه کې د پاکوالي او نورو اړینو روغتیایي مسایلوپه اړه پوهاوی ورکړل شوی ؤ، چې په پایله کې یې د ځینو کارخونو فعالیت د کابل ښاروالۍ له مقرراتو سره سم تنظیم شوي ؤ چې وستایل شول او یو شمېر نوروته چې سرغړونې یې درلودې خبرداری ورکړل شو تر څو خپل فعالیت د ښاروالۍد مقرراتو مطابق تنظیم کړي، او له دې پرته به یې فعالیت بند شي