د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

۱۹۰۰ کیلو ګرامه بې کیفیته توکي او ۱۱۰ لوډسپیکرونه راټول شول

13123.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې د مسئولینو له لوري، د دې ناحیې اړوند بازارونو څخه د څارنو په لړ کې (۱۹۰۰) کیلو ګرامه بې کیفته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه، او دغه راز (۱۱۰) لوډسپیکرونه چې د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. د څلورمې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن رباني په دې اړه وویل: د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه، د یادې ناحیې د چاپېریال ساتنې څانګې له خوا څارنې روانې دي او هیله مو داده چې، ښاریان دې د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرلو پر مهال د هغو نېټې او کیفیت ته پام وکړي. دغه راز د غږیزې ککړتیا د مخنیوي په موخه، د یادې ناحیې د مسئولینو څارنې جدي شوې دي. فعالیت کوونکي او اصناف ته سپارښتنه کېږي چې، د خپلو توکو د پلورلو لپاره له لوډسپیکر څخه کار وانخلي، او هم دې په کوڅو او سړکونو کې د غږیزې ککړتیا رامنځته کولو له امله د ښاریانو ژوند له ستونزو سره نه مخ کوي