الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ عوایدي غونډه ترسره شوه

8 میزان 1403

13127.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشيد په مشرۍ، د دې ادارې د يو شمېر مرستیالانو، د مرکز او ناحیو رئيسانو او د عوایدي برخو د آمرینو په ګډون د کابل ښاروالۍ عوايدي غونډه ترسره شوه. په غونډه کې کابل ښاروال د ۱۴۰۳ کال عوایدي پلان و ارزاوه، هغه مسئولین چې عواید يې د پلان مطابق را ټول کړې ؤ تشویق، او هغه مسئولین چې د دوی د عوایدو پلان نیمګړتیاوې درلودې د چارو د سمون په اړه ورته اړینې سپارښتنې وشوې .  کابل ښاروال په بېلابېلو سیمو کې د ښاري خدمتونو د محصول د ټاکلو په اړه له بحث او خبرو وروسته وویل: له عوایدي سرچینو څخه باید په اغېزمنه توګه کار واخیستل شي، په چارو کې د مسئولینو غفلت او فساد د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته په هیڅ صورت د منلو وړ ندی. دغه راز نوموړي زیاته کړه چې، د دې ادارې عوايد د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو یوازينۍ سرچينه ده، او اړتیا ده چې مسئولین او ښاريان يې په ورکړې او راټولولو کې بې پروايي او غفلت ونه کړي